د اسد ۲۴مه، چې له امریکايي اشغال څخه د افغان ولس د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د شانداره نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي انعامالله سمنګانی وايي، چي د ښار پر ټولو مهمو واټونو، لویو مارکېټونو، مهمو لارو، سړکونو، دوکانونو، شرکتونو، سوداګريزو مرکزونو او په عمومي ډول په ټولو عامه ځايونو کې د يادې ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه، بېنرونه او بیرغونه لګول شوي دي او دا ورځ به د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شي.

دغهراز بلخ کې هم د هېواد د خپلواکۍ درېیمې کلیزې په ویاړ د مزارشریف ښار پر واټونو او څلور لارو باندې بیرغونه، شعارونه او بېنرونه لګول شوي او د زمري ۲۴مې د نمانځنې لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د دې تر څنګ د میدانوردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کابل-کندهار او کابل-بامیان په لویو لارو د اشغال د ماتې او ازادۍ درېیمي کلیزې په مناسبت د خپلواکۍ اړوند بلبورډونه، شعارونه او بېنرونه لګول شوي دي.

همدارنګه د کندوز، کونړ، پکتیا، خوست او ننګرهار په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زمري ۲۴مې(فتحې ورځې) د نمانځنې په موخه چمتووالی روان دی او ټاکل شوې، چې دا ورځ به په ځانګړو مراسمو ونمانځل شي. تر څو د مجاهدینو او افغان ولس قربانۍ د نوي نسل په ذهنونو او فکرونو کې ژوندۍ پاتې شي.

