د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د دوشنبې ورځ، د ۸/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۲/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې ۲۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۴۴ غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۹) و، ننګرهار، کونړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (٦۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له (۲۹) کورنیو سره مرسته وشوه، چې مجموعاً (۲۳۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۲۴) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲٦) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له سپین بولدک څخه (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴) تنه و، غزني او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او (٦۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۲۷) کورنیو سره مجموعاً (۲۰٦۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن (۳۸) کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۴۳) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۱٦۵) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۵۰۱) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۵۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نن (۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۲۳۴) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۴۹) کورنیو سره مجموعاً (۳٦۸۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په نیمروز کې (۸٦) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د اسلام کلا له لارې (۵۹) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۸۵) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له (۱۱۰) کورنیو سره مجموعاً (۷۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې نن (۸۷) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۱٦٦) کورنۍ، (٦۷۴) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۱۹) کورنۍ، (۱۰۳) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۲۱۵) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۲۱۱) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۳۳۴) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

