د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له ملي تلویزیون سره د اسد د ۲۴مې په تړاو مناظره کې وايي، چې د زمري ۲۴مه د امریکا او د هغوی د متحدینو د ماتې ورځ ده او په دې ورځ د اسلامي امارت مجاهدینو او افغانانو لویه بریا ترلاسه کړه.
دغهراز افغانانو تل په پیاوړي ایمان او خپل یووالي سره دښمن ته ماتې ورکړې ده.
نوموړی ټینګار کوي، چې افغانستان اوس منظم پوځ لري او د هېواد په چارو کې هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه نشته.
ښاغلي مجاهد له ټولو افغانانو او چارواکو غوښتي، چې د اسلامي امارت د نظام ساتنې لپاره خپل مسولیتونه لا درک کړي، تر څو دا نظام لا پیاوړی او دوامداره شي.
د ملي دفاع وزیر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي، چې افغانستان اوس یو منظم پوځ لري، هغه پوځ چې په ټول توان سره د خلکو له مال او عزت او همدارنګه د افغانستان له پولو څخه دفاع کوي.
د نوموړي په وینا؛ په وروستیو درېیو کلونو کې زرګونو کسانو پوځي روزنه لیدلې او ټول هغه وسایل او پوځي تجهیزات چې مخکې ویجاړ شوي و، بېرته ترمیم شوي دي.
ښاغلي مجاهد له ملي تلویزیون سره په دې مناظره کې له نړېوالو غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په دې مناظره کې، چې د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې تر سره شوه، د ملي دفاع وزیر، قومي مشرانو، د چارو کارپوهانو او د کابل پوهنتون محصلینو ګډون پکې کړی و او په ترتیب سره یې پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

