د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان (ILO) له مشر رامین بهزاد سره په بېلا بېلو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
په پیل کې رامین بهزاد په بریالۍ توګه د کار ملي کانفرانس په ترسره کېدو خوښی څرګندولو ترڅنګ ویلي؛ موږ له بېلا بېلو نړیوالو سازمانونو (د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې سازمانونو له مشرانو او همداراز د کار نړیوال سازمان له عمومي مشرې) سره د کار ملي کانفرانس د بریالي ترسره کېدو په برخه کې له کانفرانس څخه وړاندې او وروسته جلا جلا ناستې او بحثونه ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، هغوی په هېواد کې د بېکارۍ کچې د را ټیټولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هلو ځلو په تېره بیا د کار ملي کانفرانس څخه تود هرکلی کړی.
ښاغلي بهزاد همداراز د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات شریک کړي او ډاډ یې ورکړی؛ چې د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ اړوند به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د غوره کار د ترویج او مناسبو کاري زمینو په برخه کې خپل فعالیتونه او هڅې لا ګړندۍ کړي.
د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د کار نړیوال سازمان له همکاريو څخه په مننې ویلي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچې د راټیټولو په منظور د امارتي او غیر امارتي ادارو، ټولنیزو شریکانو، ملي او نړیوالو موسسو او بنسټونو په ګډون د دوه ورځو لپاره د کار ملي کانفرانس دایر کړ، ترڅو له دې لارې په هېواد کې د بېکارۍ او فقر سره معقوله او منطقي مبارزه ترسره او هېوادوالو په تېره بیا ځوان قشر ته په بېلا بېلو سکټورونو کې د مناسب کاري فرصتونه رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې، د کانفرانس له پای ته رسېدو سره به په یاد کانفرانس کې د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو څارنه کوو.

