د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې د اړيکو دفتر (TLO) مرستيال عبدالرحيم خرم او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې د اړيکو دفتر د ترسره شويو او راتلونکو پروګرامونو په هکله هر اړخیزې خبرې شوې دي.
عبدالرحيم خرم د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس ته د پوره او ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د اړيکو دفتر مسولینو ویلي؛ د تحقيق، پاليسۍ او پروپوزل جوړولو، روزنيزو او عامه پوهاوي پروګرامونو په تيارولو کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې اصولو ته په ژمنتيا سره پوره همکارۍ ته چمتو يو.
د چاپيريال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس د اړيکو دفتر له مرستيال او مل پلاوي له راتګ څخه مننه او په ګډ کار يې ټينګار کړی.
مولوي مطيع الحق خالص ویلي؛ په افغانستان کې د ۴۵ کالو ناخوالو د چاپېريال ترڅنګ، تعليم، حکومتداري، اقتصاد او طبیعي منابع ځپلي او په دې برخه کې جدي کار کولو ته اړتیا ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس زیاته کړې؛ اقلیمي بدلون د افغانستان په خلکو، حیواناتو او نباتاتو منفي اغيز کړی او په ګډ تعامل سره کولی شو دې ستونزو ته رسېدنه وکړو.
د اړيکو دفتر مسولینو د همکارۍ ژمنه کړې او ټينګار شوی، چې په ګډه به د چاپېريال ساتنې په برخه کې کار کوو.

