د یکشنبې ورځ، د ۷/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۱/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲٦ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۵۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٦۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۵۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۱٦۲ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵٦ تنه و، غزني، کابل او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۸ کورنیو سره ټولې۳۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
اته کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز لس زره او ۱۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې۲۳۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ٦۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۳۵ کورنیو سره ټولې۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې ۲۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۵۸ کورنۍ، ٦۴۰ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۱۹ کورنۍ، ۱۱۸ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۳۵ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۹۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۱۹ عدده

