د افغانستان اسلامي امارت د بریا درېیمې کلیزې په تړاو محمد سهیل شاهین وایي، چې اسلامي امارت په زیاتو قربانیو سره افغانستان کې امریکا او متحدین یې مات کړل او اسلامي نظام یې یو ځل بیا واکمن کړ.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس ښاغلی شاهین زیاتوي، چې د دوحې د خبرو پر مهال د جمهوریت پلاوي مشخصه اجنډا نه درلوده، له همدې کبله یې هم د جګړې په ډګر او هم د خبرو په میز ماتې وخوړه.
نوموړي د هېواد له وګړو غوښتي، تر څو د ترلاسه شوې ازادۍ په قدر ځانونه پوه کړي او بیا د افغانانو له دوښمنانو دوکه او فریب ونه خوري.

