ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت: مولوي محمد یعقوب مجاهد د ترمیم شویو طیارو د پرواز په مراسمو کې ګډون کړی

ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت اړوند د هوایي ځواک له لوري یو بال Y12 الوتکه د لومړي ځل لپاره له فتحې وروسته په هوایي ځواک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ترمیم شوه، چې د پیلوټانو د نشتون له امله ولاړه وه، تېره ورځ یې د ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې په بریالیتوب سره د مسلکي پیلوټانو پر مټ پرواز تر سره کړ.

 همدا راز یو بال MD530 هلیکفتر چې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یې څو میاشتې د ترمیم چارې روانې وې هم ترمیم شوی او په بریالیتوب سره یې پرواز ترسره کړ.