ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګونو لويې لارې د تړل کېدو په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا!

 د ټولګټو وزارت ویلي؛ دا چې دې وزارت د سالنګونو لويې لارې د دريو برخو پاتې کار پیل کړی دی، او د کانکریټ اچونې چارې یې په نږدې ورځو کې پیلیږي؛ په همدې موخه د کار د چټکتیا او د ټرانسپورټي چارو د لاښه تنظيم لپاره د ټولو باروړونکو او لویو مسافروړونکو وسايطو له چلوونکو څخه هيله کيږي، چې د ۱۴۰۳هـ. ش. کال د سنبلې (وږي) د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه وروسته یاده لویه لار د باروړونکو او لویو مسافر وړونوکو (۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰) ډوله وسایطو پرمخ د یادې لویې لارې د کانکریټ اچونې تر بشپړیدو پورې تړل کیږي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي چې شپه او ورځ د یادې لویې لارې له چمتو شوي فرعي مسیر څخه تګ – راتګ وکړي.

 همدارنګ ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادوالو، ملي سوداګرو او موټر چلونکو څخه د حوصلمندۍ غوښتنه کړې.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د سړکونو په رغونې، بيارغونې او ترميم سره هېوادوالو او موټر چلوونکو ته بشپړې اسانتياوې رامنځ ته کړي.