ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو چارو وزارت: تېر کال نږدې دوه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو، د یکشنبې په ورځ (۲۱ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله د فرمان په اساس، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رامنځته شو، چې په تېر کال کې د یاد کمېسیون له لارې راستنو شویو کډوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د یاد وزارت مسولین زیاته کړه؛ په تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه، په ټولیز ډول یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې جملې ۷۸۸ زره او ۸۲۱ داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره، نغدي او غیر نغدي مرستې شوي او ۹۶ زره او ۲۹۳ راستنې شوې کورنۍ د هغوی اړوندو سیمو ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د مسولینو د معلوماتو له مخې؛ په تېر کې د کډوالو چارو وزارت په هڅو، پینځه زره او ۷۶۶ تنه افغان کډوال د ترکیې او پاکستان هېوادونو له زندانونو څخه ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي.

په همدې ډول څلور زره افغان کډوال چې په ایران کې د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د دې تر څنګ، په ایران او پاکستان هېوادونو کې ۶۰۰ افغان کډوالو ته، د حج فریضې ادا کولو زمینه هم برابره شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولینو په وینا؛ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه، ۱۳ ښارګوټي تصفیه او اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوي دي.

یادو مسولینو همداراز زیاته کړه؛ د راستنېدونکو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، له ۹۳ همکارو موسسو، اووه ادارو او ۱۴ ښوونیزو بنسټونو سره، د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته رسېدنه، په داوطلبانه ډول هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو زمینه برابرول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لار اچول، د کډوالو ښارګوټو کې د اړینو اسانتیاوو برابرول او د کډوالو حقوقي ستونزو ته رسېدنه، په روان کې د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.