ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا نورالله نوري په مشرۍ د اسد۲۴مه/ د فتحې د ورځې نمانځنې په اړه د ګڼو ادارو له استازو سره د همغږي ناسته شوې

د مشرتابه عالي مقام د لارښوونې پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ نورو ګڼو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې وه، چې د اسد ۲۴مه د فتحې د ورځې نمانځلو په ویاړ لازمي تدابیر ونیول شي او له ولسي وګړو سره یوځای د خپلواکۍ او فتحې جشن د یوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځي.

د دغه حکم د پلي کېدو په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د اړوند وزارتونو او ادارو له لوړ رتبه مسولینو سره یو ځای د کابل د فتحې (د اسد د ۲۴ مې) په هکله لومړی له دوی سره د همغږۍ ناسته وکړه.

 د ناستې پرمهال د غونډې د ترتیب او تنظیم کړنلارې روښانه شوې او د ریاست الوزرا لوی مقام ته د تایید لپاره ولېږل شوې، چې تر تایید وروسته دویمه جلسه جوړه شوه او په ترڅ کې یې د غونډې د ترتیب په څرنګوالي خبرې وشوې.

په درېیمه ناسته کې د فتحې لمانځلو په هکله هر اړخیز پریکړې وشوې او په پلازمېنه کابل کې د غونډې د تنظیم، ترتیب او د چارو د کنترول څو کمېټې په دندو وګمارل شوې.

د دغو ناستو پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال حاجي عطاءالله انوري، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه، د معارف وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق، د چارو ادارې مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز مرستیال حاجي مالي خان، د کابل د استخباراتو رییس محمد عارف، د المپیک لوی رییس مولوي احمد الله وثیق، د ملي راډیو تلویزیون مرستیال مولوي هدایت الله هدایت، د ملي دفاع وزارت استازی مولوي صلاح الدین خویدم، د ریاست الوزرا د دفتر ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د انکشاف دهات وزارت د دفتر رییس مولوي سردارمحمد شکیب او د اسلامي امارت ګڼو نورو مسولینو پکې شتون درلود.

د ناستې پر مهال ټولو مسولینو د غربي استعمار ماتې د افغان مېړني ولس لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بللې او د دغه ډول ورځو نمانځل یې د مجاهدینو او افغانانو د قربانیو او ستړیاوو د بیا یادولو او ستاینې په موخه اړینې ګڼلې دي.

د دغې ناستې په ترڅ کې په پلازمېنه کابل، زونونو او ولایتي کچه د فتحې لمانځلو په اړه له سلاو مشورو وروسته هر اړخیزې پرېکړې وشوې او د بېلا بېلو کمېټو په چوکاټ کې د غونډو د تنظیم او ترتیب چارې ووېشل شوې.