ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیې وزارت: تېره میاشت کې د هېواد ګمرکي چارو ۳۷ سلنه پرمختګ کړی

مالیې وزارت ویلي؛ د روان ۱۴۰۳لمریز مالي کال د چنګاښ میاشت په ګمرکونو کې د ترسره شويو چارو د تخنیکي ارزونې په موخه ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رییس مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ پر لیکه او حضوري بڼه ترسره شوې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په دغه غونډه کې د روان کال په چنګاښ میاشت په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو ټولیز راپور وړاندي شوی، په یاده موده کې د عوایدو د راټولېدو، د هېواد په ګمرکونو کې د ترسره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو د ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه بشپړ معلومات وړاندي شوي، چې له مخې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د ګمرکونو چارې ۳۷ سلنه مثبتې ښودل شوې دي.

د وړاندي شوي راپور په تړاو هر اړخیز تخنیکي بحثونه شوي او د چارو د لا پرمختګ په موخه د ولایتي ګمرکونو د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه اوریدل شوي دي.

د ګمرکونو د رهبرۍ له لوري ولایتي ګمرکونو مسولینو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شوی او ور سره اړیني سپارښتني هم شریکې شوې دي.