ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو برید ته غبرګونونه؛ د فلسطیني وګړو د نسل‌وژنې مخنیوي لپاره باید نړیوال او سیمه‌ييز اقدامات ترسره شي

اسرائیلي یرغلګرو پرون سهار(شنبه، د زمري ۲۰مه) مرکزي غزه کې پر التابعین ښوونځي خونړی برید وکړ، چې په پاېله کې یې له ۱۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپيان شول. په قربانیانو کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان شامل وو.

په دې ښوونځي کې فلسطیني کډوالو او بې‌ځایه شویو پناه اخیستې وه.

یاد برید د ګڼو نړیوالو هېوادونو او بنسټونو له لوري غندل شوی او غزه کې یو ځل بیا د سملاسي اوربند غوښتنه شوې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطیني بې‌ځایه شویو په یاد ښوونځي د صهیونیستي رژیم برید په کلکه غندلی دی.

اسلامي امارت یو ځل بیا د فلسطیني وګړو د نسل‌وژنې مخنیوي لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د بېروت د علماوو پلاوي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د التابعین ښوونځي جنایت باید غزه کې د نسل‌وژنې پای ته رسولو لپاره د نړیوالو وجدانونه را ويښ کړي.

یاد پلاوي زیاته کړې، د متمدن کېدلو ادعا او د حقوقو شعارونه ټول دروغ او منافقت دي.

ایران بیا له ټولو اسلامي او سوله خوښو هېوادونو غوښتي، چې د استعمار پر ضد هلو ځلو کې دې د فلسطینیانو د مشروع حق دفاع وکړي.

د د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي؛ له دې څرګندېږي چې اسرائیل انساني اصولو او نړیوالو قوانینو ته هېڅ درناوی نه لري.

ترکیې بیا دا برید د بشريت پر ضد نوی جنایت بللی او ویلي یې دي، چې اسرائيل د اوربند مذاکرات زیانمنوي.

مصر په یاد ښوونځي د صهیونیستي رژیم برید نړیوالو قوانینو ته سپکاوی ګڼلی او ویلي یې دي؛ دا برید ښيي چې اسرائیل په غزه کې د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا نه لري. قطر بیا د پلټنو غوښتنه کړې ده.

عربي ټولنې، عراق، کویټ او بحرین هم دا برید غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې په دې اړه باید خپل مسولیتونه ادا کړي.

روسیې ویلي چې په دې برید یې ټکان خوړلی او له اسرائیلي رژیم یې غوښتي، چې د نړیوالو بشري حقونو په اصولو دې جدي عمل وکړي او په ملکیانو له بریدونو دې ډډه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروز اډهانوم پر خپله اکس پاڼه لیکلي؛ هغه وحشت باید بند شي، چې غزه کې ملکیان ورسره مخ دي.

نوموړي لیکلي: “تر اوربند وړاندې څومره نور ماشومان او مېرمنې باید ووژل شي؟”

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل ویلي، چې د اسرائیلو جنایت هېڅ نشي توجیه کېدای.

نوموړي زیاته کړې، چې غزه کې د کډوالو په ښوونځي د برید د قربانیانو عکسونه وېروونکي دي او یوازې په وروستیو اونیو کې اسرائیلو له ۱۰ په زیاتو ښوونځیو بریدونه کړي، چې هېڅ د توجیه وړ نه دي.

برېتانیا په التابعین ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو برید وحشتانک بللی او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې ده.

امریکا بیا په دې برید اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له اسرائیلي چارواکو څخه یې د جزیاتو غوښتنه کړې ده.