د شنبې ورځ، د ٦/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۰/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۱ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۲۵کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۳کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸٦تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٦۰تنه و، کابل پکتیکا او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۲کورنیو سره ټولې۲۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۴۴کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۴٦خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۸تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۱۳۵تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ٦۷عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹۸۱تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تیرو دوه ورځو کې ۷۴کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۱۴کورنیو سره ۱۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
هرات کې ۵۷کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۵۱کورنۍ، ۲۳۱وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۵۲کورنۍ، ۱۵۵وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۴کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۵کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۵عدده

