ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت لېرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو قومي مشرانو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، هېوادوال په دې خوښ دي چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په هېواد کې ارامه او سوکاله ژوند کوي.

یادو قومي مشرانو په بېلا بېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک او په خپلو سیمو کې یې د پوهنې، روغتیا او سړک رغولو په برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کولو غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یادو قومي مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، د تېر ۲۰ کلن جهاد پر مهال د لویې پکتیا ولسونو ستونزې او ملاتړ د هېرولو نه دي.

مولوي عبد الکبیر زياته کړې، اسلامي امارت لېرې پرتو سیمو ته د پراختیايي پروژو پلي کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه لري او په هېواد کې د متوازن پرمختګ د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.