د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو ته د انلاین لیدنې (زوم میټینګ) له لارې د اسد ۲۴ مې لپاره د تیاریو او ځانګړو پروګرامونو د جوړولو په موخه سپارښتنې کړې دي.
دغه انلاین غونډه، چې د ملي تلویزیون له لارې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوې، د زمري میاشتې ۲۴ مې د لمانځلو په موخه د ناستو او خلګو د تنظیم په تړاو د هېواد د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رییسانو او اړوندو مسولینو ته په سپارښتونو کې پر بشپړ چمتوالي ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې ملا خیرالله خیرخواه ویلي؛ د دې عظیمې ازادۍ او فتحې نمانځل د افغانستان د مجاهد ملت غوښتنه ده، کوم چې د شهیدانو او دردیدلي ولس ارمان او سلګونو زرو شهیدانو د قربانیو پایله ده، نو دا زمونږ مسولیت دی چې د سکون او امنیت څخه ډکه فضا را منځته کړو، څو ملت په ډاډمنه فضا کې د خپلواکۍ جشن ونمانځي.

