د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په تيموريانو کلي کې د څه باندې ۴،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبیده، یو شمیر نورو مسولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د اوبو دغه بند ۳۵،۵ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او د ۱۲ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یاد بند په بشپړیدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

