په کنړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې او سرحدي ولسوالیو د ولسي ستونزو د حل په موخه د کمېټو له تشکیل وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې هم د ولسي ستونزو د پېژندګلوي او تثبیت په موخه کمېټه جوړه کړه.
دغه کمېټه د نورو ولایتونو په څېر د اړوندو ریاستونو په ملتیا د مرستیال والي په مشرۍ جوړه شوه، چې په ترڅ کې به یې د ډیورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه سیمو ستونزې په نښه شي او د په نښه شویو ستونزو د حل کارونه به د ټاکل شوې کړنلارې سره سم پیل شي.
د قومونو او قبایلو چارو وزیر د ننګرهار ولایت له کمېټې سره د ناستې پر مهال د امیر المؤمنین حکم واضح کړی او په مسولینو یې غږ کړی، چې کارونه دي په امانتدارۍ سره سرته ورسوي.
نوموړي فرضي کرښې ته څېرمه سیمې د ژوند له بنسټيزو امکاناتو بې برخې بللي او ژمنه یې کړې، چې اسلامي امارت به د دغې کمټې له طریقه د خلکو اړینو ستونزو ته ډېر ژر رسېدنه وکړي.

