ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر له لوري کندوز کې د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په ابدان دښته کې د څه باندې پینځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، مل پلاوي، د کندوز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اسدالله حامد، یو شمېر نورو مسولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د اوبو دغه بند  ۹۴ متره اوږدوالی، پینځه متره لوړوالی او د ۱۹ زره متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري، چې د کار په جریان کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د دغه جوړ شوي بند په بشپړیدو سره د یادي سیمې د ځمکې لاندي اوبو سطحه لوړه او له زیرمه شوي اوبو څخه به ځایي اوسېدونکي او کوچیان ولسونه ګټه واخلي.