ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدراعظم عثماني: اسلامي امارت کورني تولیداتو ته د ښې بازار موندنې هڅه کوي

د ننګرهار کانال شرکت مسولینو ویلي؛ هېوادوالو ته د اسانتیا، د زیتونو تېل، اچارو او د زیتونو کارخونې بېلا بېلو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه کابل کې خپله څانګه پرانیسته.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند مولوی مصباح الدین مستعین او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا د خوښۍ ځای دی، چې د ننګرهار کانال شرکت وروسته له پینځو لسيزو په دې وتوانيد، چې د زيتونو کارخونې توليداتو لپاره په پلازمېنې کابل کې څانګه پرانيزي.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ هڅه او کوښښ دا دی، چې خپلو توليداتو لپاره د هېواد دننه په نورو ولايتونو کې او هم په نورو هېوادونو کې د پلور او بازار موندنې زمينه برابره کړو، چې توليدات مو بیرونی بازار پیدا او اقتصادي‌ حالت مو لا ښه شي .

د ننګرهار کانال شرکت د زیتونو کارخونې دغه څانګه د کابل حضوري چمن ته څېرمه په ۱۶ ناحیه کې پرانیستل شوې، چې په کې د دې کارخونې تولید شوي اچارو، د زتونو تېل، صابون او نور تولیدات پلورل کېږي.