ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت په یوې تاریخي بښنې سره د تېرو ۲۰ کلونو ظلمونو ته د پای ټکی کېښود

پکتیا او پکتيکا کې د څو قومونو ترمنځ ۸۰ کلنه شخړه پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي او جهادي مشر ابراهیم حقاني په هڅو د پکتیا د ګردې څېړۍ، وزي او د پکتیکا د‌ نکې ولسوالي د څو قومونو ترمنځ د ځمکې او غرونو په سر له اوږدې مودې راهیسې روانې شخړې او بدۍ حل او هوارې شوې.

د دوې شخړې چې یوه یې له ۸۰ او بله یې تر ۱۰۰ کالو اوښتې وه، په عملي بديو، اخ و ډب او د ښکېلو غاړو تر شاوخوا ۱۰۰ کسانو پورې د وژلو لامل شوې وې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ خلیفه سراج الدین، خلیل الرحمن حقاني او د ځدراڼو قومي او جهادي مشر ابراهیم حقاني له ښکېلو لورو سره تر خبرو اترو او مشورو وروسته، د سروخېل، کرېخیل، ښنګ، دروړ، ایوخېل او متخېل قومونو ترمنځ د سولې لپاره وړاندیزونه وکړل، چې وروسته یې پرېکړه‌لیکونه جوړ شول.

په دې پروسه کې د نورو سیمو او قومونو شاهدانو، د ځمکې د وېش ماهرانو، علماوو او قومي مخورو ګډون درلود.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې خلیفه سراج الدین ویلي؛ د خدای تعالی په مرسته، موږ د اوږدو، ځینو له ۸۰ کلونو ډېرې دښمنیو ته د پای ټکی کېښود.

نوموړي زیاته کړې، دا روغه جوړه د خدای د رضا او د افغان ملت د یووالي لپاره ستر ګام دی.

د کورنیو چارو وزیر د دغو سیمو د خلکو د سرښندنو او غیرتونو یادونه کړې او د خپلواک هېواد لپاره یې د هغوی مبارزې ستایلي دي.

دغه‌راز خلیفه سراج الدین حقاني د ښکېلو اړخونو تر منځ د یووالي، تحمل، او عفوې په اړه خبرې کړې او د تېرو ۲۰ کلونو په اوږدو کې د مجاهدینو پر وړاندې د ظلمونو خاطرې یې بیان کړي، چې اسلامي امارت په یوه تاریخي بښنې سره د پای ټکی ورته کېښود.

نوموړي همداراز د عالیقدر امرالمؤمنین حفظه‌الله د عمومي عفوې او زغم ګټې په تفصیل سره یادې کړي او د افغانانو ترمنځ د جوړ جاړي، زغم او نرمي په اړه یې هم خبرې کړي دي.

خلیفه سراج الدین حقاني له ټولو کسانو غوښتي، چې یو بل ته بښنه وکړي او د باثباته او سوله‌ییز ژوند په لور ګام واخلئ.

خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ کله چې تېرې شخړې هېرې شي او یو بل ته عفوه وشي، بیا دې څوک دا وینې او فتنې بېرته نه راګرځوي.

په پای کې ټولو اړخونو د پرېکړه‌لیکونو هرکلی کړي او د دې ستونزې په هواري کې یې له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې هڅې یې کړې دي.

قومي مشران او د‌ دې سیمې نور اوسېدونکي دا پرېکړه د سویل ختیځ زون په کچه د شخړو د هواري او پخلاینې یوه ستره لاس ته راوړنه بولي، چې په وینا یې له دې سره د څو قومونو ترمنځ د ورورګلوۍ فضا جوړه او د ګڼ شمېر انسانانو د وینو د تویېدو مخه ونیول شوه‌.