ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برازیل کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۶۱ کسانو ژوند بایللی

د راپورونو پر اساس برازیل کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې او پکې سپاره ټول ۵۷ مسافر او څلور د عملې غړي وژل شوي دي.

یاده الوتکه پرون(جمعه، د زمري ۱۹مه) د برازیل هېواد په ساو پاولو ښار کې لوېدلې.

د یادې پېښې څرنګوالی او لامل لا تر اوسه نه دی روښانه شوی.

ویل کېږي، چې دا الوتکه د اوسېدو په کورونو لوېدلې او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.