ایران کې د افغان کډوالو سره د امنیتي مسولینو چلند په اړه د بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ په دې وروستیو کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي مسولینو ناوړه چلند په شدید ډول غندو.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ یاد ناوړه چلند د اسلامي امارت ژوره اندیښنه راپارولې ده او ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي، د دې ډول پېښو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو وزارت له ایراني چارواکو غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند څېړنه وکړي او اجازه ورنکړي، چې د افغانانو د حقوقو څخه سرغړونه په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړي.

