ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر: له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ډېکسن ویلي، موږ د د اسلامي امارت او بریتانیا د سیاسي اړیکو رغېدو او مثبت تعامل لپاره هڅې کوو.

نوموړي په دوحه کې يې له بهرنیو ډیپلوماتانو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ناسته مثبته بللې او زیاته کړې یې ده؛ ډېر مسایل پکې روښانه او اندېښنو ته ځواب ویل شوی دی.

 د بريتانیا شارژدافیر څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له چارواکو سره دوامداره ناستې خورا ګټورې دي، د متقابل احترام او بارو پر بنسټ شونې ده چې ستونزو ته حل لاره ولټول شي.

 رابرټ ډېکسن په افغانستان کې بشپړ امنیت او د اسلامي امارت لخوا د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ستایلې او ویلي يي دي، لندن هڅه کوي ترڅو له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د همکارو بنسټونو او ښکېلو اړخونو له لوري شوې ژمنې عملي شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د نړۍ په کچه افغانان د اقلیمي بدلون له امله له ګڼو زیانونو سره مخ دي او له افغانستان سره یې په دې برخه کې د بریتانیا د تخنیکي او بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

 ډېکسن د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار سره ویلي؛ لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو د پراخېدو په برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.

 د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانانو سره د ياد هېواد د بشري مرستو له امله مننه کړې،

مولوي ذاکر ویلي؛ له نړۍ سره تعامل او مثبتې اړیکې د اسلامي امارت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

نوموړي د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو مخینې ته په اشارې سره زیاته کړې، دواړه هېوادونه د اړیکو پراختیا او تعامل لپاره ډېر فرصتونه لري او بايد ترې استفاده وشي.

مولوي ذاکر همداراز ویلي، پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د حللاره نه ده او ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.

 د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس له افغانستان سره د دوحې په درېیمه ناسته کې د شویو ژمنو د ژر عملي کېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده؛ اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او له نشه يي توکو سره د اغېزناکې مبارزې لپاره یو عالي امارتي کمېسیون جوړ شوی، چې د اسلامي امارت ژمنتیا په ډاګه کوي.

 ښاغلي ذاکر ویلي، اسلامي امارت چاته ستونزې نه جوړوي او هڅه کوي د سیمې او نړۍپه کچه د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې له ټولو اړخونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.

دغه راز د ناستې په پای کې، د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او همکاریو په موخه تر خبرو وروسته د دغو ناستو پر دوام ټینګار شوی.