د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه زرینه ورځ ده. د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې یو ځل بیا د اسلامي نظام بنسټ کېښودل شو او امریکايي اشغال پای ته ورسېد.
په دې ورځ حق بریالی شو او افغان ولس یو ځل بیا د خپلواکي په فضا کې د ارام ساه واخیسته.
د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو په پوره مېړانه امریکايي یرغلګرو ته ماتې ورکړه او د هېواد په تاریخ کې یې یو نوی باب پرانیست.
د زمري ۲۴مه د فتحې ورځ، چې شل کلن اشغال پای ته پکې ورسېد او هېواد مو خپلواک شو، د افغانانو په ذهنونو کې د هېواد د برم او دبدبې ورځ ده او نه هېرېدونکې یې ګڼي.
افغانان د دې ورځې د خاطرو په تړاو وايي: “د زمري ۲۴مه هغه ورځ چې افغانانو د غربي ښکېلاک غرور په ګونډو کړ.”
د پوهنتون استاد وايي: “خپلواکي دومره ستر نعمت دی، چې په الفاظو کې یې تعبیر نه شي کېدای، خو دومره ویلی شو، چې خپلواکي د بشر لوړ هدف او هیله ده.”
یو هېوادوال وايي: “په دې ورځ اتلو مجاهدینو د ټوپک په شپیلۍ د نړۍ د زبرځواکو ښکرې ور ماتې کړې.”
قاري نور محمد حنیف وايي: “د زمري ۲۴مه د کفري ښکېلاک د پای او د افغانستان د رښتینې خپلواکۍ ورځ ده.”
یو هېوادوال وايي: “خپلواکي د یوه هېواد برم او عزت دی، چې د ترلاسه کولو په موخه یې افغان زلمیو شل کاله سپیڅلې مبارزه وکړه.”
بل هېوادوال وايي: “د زمري ۲۴مه د امریکا او د هغوی د غلامانو هیلې له خاورو سره خاورې شوې.”

