د راپورونو پر اساس صهیونیستي رژیم د غزې په خان یونس کې د کډوالو پر خېمو هوايي برید کړی، چې ۱۸ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
ویل کېږي، چې له دې برید وروسته سیمه کې اور لګېدلی او زیات ځاني تلفات یې اړولي دي.
غزه کې ورځ تر بلې حالات خرابېږي او صهیونیستي رژیم د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه جاري ساتلي.
پرون( چهارشنبه، د زمري ۱۷مه) یې د غزې د شمالي سیمو بیت حانون او بیتلاهیه د تخلیه کولو امر کړی.
د دې تر څنګ د اسرائیلي رژیم ۱۲ خبري شبکې خبر ورکړی، چې صهیونیستي عسکر غزه کې پراخو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
فلسطیني رسنۍ وايي، چې خان یونس کې د اسرائیلي بریدونو له امله له ۷۰ سلنه زیات د اوبو پايپونه او له ۲۵ زیاتې د اوبو څاهګانې ویجاړې شوې دي.
دغهراز له ۱.۵ میلیون څخه زیات بېځایه شوي فلسطینیان د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

