ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص: اسلامي امارت اقلیمي بدلون ته ځانګړې پاملرنه لري

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د دې ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د افغانستان لپاره د انګلستان له شارژدافیر رابرټ ډیکسون سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دې ادارې د اقلیمي بدلون، طبیعي میراثونو د ساتنې او پلان رییسانو او متخصصینو هم شتون درلود، چې پر یو شمېر مهمو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د انګلستان شارژدافیر هرکلی کړی او د افغانستان د چاپېریال وضعیت، د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو څخه د افغانستان د متاثره کېدو، د دې ادارې د ځنډول شوو چاپېریالي پروژو، د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لومړیتوبونو او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د نړیوالو د تعامل په تړاو یې د انګلستان شارژدافیر ته هر اړخیز معلومات ورکړي دي.

مولوي مطیع الحق خالص په خپلو خبرو کې ویلي؛ اقلیمي بدلون یوه نړیواله پدیده ده، چې افغانستان ترې ډیر زیات اغیزمن شوی، د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه بشري ټولنې، حیوانات او نباتات زیانمن شوي او زیان یې د دې هېواد غریب ولسونه ګالي؛ له بده مرغه نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي دي او څومره چې هیله کیږي همکاري نه ده شوې.

ښاغلي خالص غوښتنه کړې؛ چې نړیوالو مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي، په نړیوالو چاپېریالي کنفرانسونو او غونډو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو د ګډون په برخه کې او د هغو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره د لیدنو زمینو برابرول چې د افغانستان لپاره د مرستو د راجلبولو په برخه کې خنډ دي.

 د یادې ادارې عمومي رییس پر ګډه همکارۍ او تعامل ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې بشري موضوعات سیاسي نه شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد هم د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه ویلي؛ اسلامي امارت چې د کومو د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري تر خپله وسه یې د هغو موخې پلي کړي او ژمنو ته یې ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان کې د اشغال پر مهال ډول ډول وسلې او کیمیاوي مواد کارول شوي دي، چې پر ولسونو یې ناوړه اغېزې کړي.

ښاغلي عابد غوښتنه کړې، چې دا مهال د افغانستان چاپېریالي پروژې په تعلیق کې اچول شوي چې د خلاصون لپاره یې باید ګډي هڅې وشي.

ډاکټر زین العابدین عابد ټینګار کړی، چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره سیاسي نه ده او باید چاپېریالي موضوعات سیاسي نه شي.

نوموړي له شارژدافیر غوښتنه کړې، چې په نړیوالو غونډو کې باید د افغانستان غږ پورته شي.

د افغانستان لپاره د انګلستان شارژدافیر رابرټ ډیکسون ژمنه کړې، چې چاپېریالي او اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ستونزې به د ملګرو ملتونو د ژمنو په نظر کې نیولو سره د تاثیر لرونکي هېوادونو له استازو او په بېلا بېلو غونډو کې تر نړیوالو ورسوي.

ډیکسون ویلي؛ اقلیمي بدلون هغه ګواښ دی چې موږ یې دې ته اړ کړو ترڅو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسولینو سر پرې خبرې وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ په ډیرو غونډو لکه د دوحې او نورو ناستو کې موږ د افغانستان د ستونزو یادونه کړې ده او یو شمېر اروپایي هېوادونه دې ته لېواله دي، چې له افغانستان سره د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په برخه کې ګډ کار وکړي.

د لیدنې په ترڅ کې دواړو لوریو په ګډ کار ټینګار کړی او ژمنه یې کړې، چې د رهبرۍ په کچه او تخنیکي ټیمونه به په دوامداره توګه غونډې کوي، د بشریت د ژغورنې لپاره به هلې ځلې کوي، کوم خنډونه چې شته دي هغو ته به بدیلې لارې پیدا کوي او کوښښ به کوي، چې چاپېریالي موضوعات له سیاست څخه بېل شي.