د صهیونیستي عسکرو ویاند اویچای ادرایی پرون ( چهارشنبه، د زمري ۱۷مه) د غزې د شمالي سیمو بیت حانون او بیتلاهیه د تخلیه کولو امر خپور کړی.
ورته مهال د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې خبر ورکړی، چې اسرائیلي عسکر غزه کې پراخو ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
د دې سربېره فلسطیني کډوالو ته د مرستیو رسولو ادارې (UNRWA) ویلي، چې د غزې هیڅ سیمه امن نه ده او د نظامي عملیاتو په ترڅ کې فلسطینیان په زور سره کډوالۍ ته اړه ایستل کېږي او خلک د مېشت کېدو لپاره خوندي ځای نه لري.

