د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یسوی خیریه بنسټ او د یوه ترکي روغتون له مسول احمد ایرکان باش بویوک او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې د ترکي روغتون مسول ویلي، خوښ یم چې په لومړي ځل افغانستان ته سفر کوم او د هغه څه برعکس وینم چې په بهرنیو رسنیو کې یې تبلیغ کېږي.
نوموړي په افغانستان کې د اسلامي امارت له لورې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او پانګوالو ته د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي، په افغانستان کې له پانګوالو څخه ملاتړ د دې لامل ګرځېدلی چې نړیوال پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښيي.
احمد ایرکان باش بویوک ویلي؛ د ترکیې چنار سراپا روغتون په افغانستان کې د خپل لابراتوار یوه څانګه رامنځته کړې، چې په معیاري او پرمختللو طبي دستګاوو او وسایلو سمبال او د ترکیې له روغتونونو سره وصل ده، له دې څانګې اخیستل شوې لابراتواري نمونې په ترکي روغتونونو کې تر تشخیص وروسته افغانستان ته را استول کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ په یاد لابراتوار کې د بې وزله ناروغانو تشخیص وړیا کېږي، دغه راز زموږ خیریه بنسټ دې ته چمتو دی، چې د اسلامي امارت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکي وروزي.
یاد مسول د یاد لابراتوار د وسایلو د لېږد د اسانتیا په برخه کې د اسلامي امارت د اړوندو ادارو د همکارۍ غوښتنه هم کړې.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس دوی ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي، فرهنګي او دیني اړیکو په اړه ویلي؛ په تېرو څه باندې څلورو لسېزو کې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې زیانونه لیدلي، چې له امله یې زېربناوې ویجاړې شوي او د وسلو بېلا بېل ډولونه پکې استعمال شوي، خو بدبختانه نن ورځ یې زموږ هېوادوال مالي او ځاني زیانونه ګالي.
ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړې، اسلامي امارت د زیاتې قربانۍ په ورکولو سره وتوانید په افغانستان کې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم کړي.
دا مهال په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی او مسولین یې په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ هڅې کوي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ موږ افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ته اړتیا لرو، هغه څه چې موږ یې په توان کې لرو له دوی سره به یې د همکارۍ په خاطر درېغ نکړو.

