د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سمنګان والي داملا محمد شعیب رسالت او د یاد ولایت یو شمېر محلي مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی د سمنګان والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره معلومات شریک کړي دي.
داملا محمد شعیب رسالت ویلي؛ مسولین خلکو ته د خدماتو برابرولو، د هغوی د امنیت او د امنیت د ټینګښت لپاره تل هڅه کوي او د دې ولایت د خلکو د ستونزو د حلولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
نوموړي د وروستیو سېلابونو له امله د یاد ولایت اوسېدونکو ته د اوښتو زیانونو په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو او مشرانو څخه غوښتنه کړې، چې د سمنګان ولایت په بېلا بېلو سیمو او ولسوالیو کې پراختیایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د سمنګان ولایت د مسولینو د کړنو او کوښښونو ستاینه او قدردانی کړی او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د حکومت په توګه د خلکو د امنیت ټینګښت او هغوی ته د خدماتو برابرولو مسولیت لري او مسولینو ته پکارده، چې د هېوادوالو د اړتیاوو په پوره کېدو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د غوښتنو په اړه ویلي، اسلامي امارت به تر خپله وسه او خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.

