ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د حيرتان-مزارشريف د اوسپنې پټلۍ اړوند نايب اباد تم‌ځای ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنې پټلۍ اړوند نايب اباد تم‌ځای د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوزبيکستاني لوړ پوړي پلاوي په ګډون بياځلې فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنې پټلۍ اړوند نايب اباد تم‌ځای د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د ټولګټو چارو وزير مولوي محمد عيسي ثاني، د بلخ والي محمد يوسف وفا، د اوزبيکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ايرګش اوف او يو شمېر نورو مسولينو په ګډون بياځلې فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال دغه تم‌ځاي جوړول او د ريل پټلۍ وصلول د افغانستان د اساسي پرمختګ لامل ياد کړی او ټینګار یې کړی، چې دغه نقطه به افغانستان، سیمې او د نرۍ هېوادونو ترمنځ سوداګري لا پیاوړې او اسانه کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ اوسمهال د دغه ريل پټلۍ له لارې د افغانستان او اوزبيکستان هېودانو ترمنځ په لوړه هڅه سوداګريزې اړيکې شتون لري او د نائب آباد د تم‌ځای ګټې اخيستنې سره به دغه اړیکې تر دې هم زياتې شي.

نوموړي ویلي، دمګړۍ دغه ريل پټلۍ د پخواه په پرتله ۵۰ کيلو متره لاره لنډه کړې ده.

د ټولګټو چارو وزير مولوي محمد عيسي ثاني په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د خوښۍ ځای ده چې نن د مزارشريف او حيرتان ترمنځ د ریل پټلۍ پرانیسته لرو او دغه ګام به د سوداګرۍ په برخه کې په افغانستان کې دېر لوي بدلون رامنځته کړي.

د نوموړي په وينا په پام کې ده، چې په راتلونکې کې د شمالي ولايتونو په ګډون کابل، کندهار او هرات به د ريل پټلۍ له لارې وصل شي.

د بلخ ولايت والي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د ژمنو سره سم د هرې ورځې په تېرېدو افغانستان د پرمختګ په لور روان دی او دا د ټولو افغانانو لپاره د وياړ ځای دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال د بلخ ولايت ګمرک چارې ۲۴ ساعته دوام لري او سوداګر کولای شي، چې په ښه ډول خپلې سوداګريزې چارې ترسره کړي.

همداراز د اوزبيکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ايرګش اوف د اسلامي امارت د مسولينو له همکارۍ مننه کړې او ویلي يي دي؛ د نایب اباد د ريل تم‌ځای جوړولو يو ځل بيا وښوده، چې اوزبيکستان د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان او اوزبيکستان د تاريخ په اوږدو کې ښې اړيکې لرلې او دغه اړيکې به تل همداسې دوام ولري.