ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو روان وحشت؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۲۴ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۳۹ زره او ۶۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۹۱ زره او ۶۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ په دې شمېرنه کې د هغو سیمو قربانیان شامل نه دي، چې د ګواښونو او بېړنیو حالاتو له امله ژغورنکې ډلې نه دي ور رسېدلې.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پرله‌پسې بریدونو له امله ورځ تر بلې حالت خرابېږي او د ګڼو ناروغیو د خپرېدو وېره شته.

تازه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (انروا) مشر فیلیپ لازاریني غزه کې د ناروغیو په ځانګړي ډول ژیړي(هپیټایټس) او مننجیټس(meningitis) د مخنیوي په موخه د واکسینو په تطبیق ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې غزه کې د ګوزڼ ضد واکسینو پلي کول هم په پلان کې لري.

فیلیپ لازاریني پخپله (X) پاڼه لیکلي، چې د ناروغیو د له منځه وړلو لپاره چټک او خوندي واکسین یوازینۍ حللاره ده او هر ماشوم ته د واکسین رسېدو لپاره اوربند اړین دی.