ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وسلوال پورځ لوی درستیز د توپچي ریاست د BM21 (چهل میله) مسلکي کورس په فراغت غونډه کې ګډون کړی

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز توپچي ریاست د)BM21 چهل میله) د ظرفیت لوړولو له مسلکي کورس څخه د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو ۶۰ تنه ځوانو منسوبینو په فراغت غونډه کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت او لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق ګډون کړی.

د وسلوال پوځ لوی درستیز پخپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي؛ کله چې تاسو پوره پوځي تیاری ولرئ ستاسو دښمن ویریږي او خپله به شکست خوري او هیڅکله به اشغال ته زړه ښه نکړي، دلته درې لویو امپراطوریو ماته وخوړله دا د افغانانو د قهرمانیو برکت وو، کوشش وکړئ له نوې تکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ او د دښمن شوم هدف په نطفه کې خنثا کړئ.

قاري محمد فصیح الدین فطرت زیاته کړې؛ کوم وسایط او وسلې چې اوس مهال شتون لري دا بیت المال دی، د دې سالمه ساتنه وکړئ، خپل هدف ته متوجې شئ مادیاتو ته میلان مکوئ، موږ ټول افغانان سره ورونه یو په خوشحالۍ یې خوشحال او په غم یې غمجن یو، که غواړئ پرمختګ وکړئ زحمت وباسئ، پر ځان تکلیف راولئ او هدف ته ځان ورسوئ.

ورته مهال د یاد ریاست مرستیال ملا صدیق الله مستري پخپلو خبرو کې ویلي؛ موږ له ۲۰ کلونو وروسته وتوانېدلو، چې دغه وسله فعاله کړو او د هېواد د ساتنې لپاره یې چمتو کړو، توپچي د جګړې حاکم بلل کیږي چا چې په دغه عملي زده کړو کې خولې تویې کړي وي نو په جکړه کې به یې خپله وینه خوندي وي.