ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې پانګونې ته د بهرني پانګوالو لیوالتیا؛ ترکي سوداګر غواړي په’ عضوي سره‘ پانګونه وکړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په خپل کار دفتر کې د ترکیې له دوو ملي سوداګرو سره لیدنه کړې.

یاد سوداګرو د کرنې له وزیر سره د لیدنې پر مهال د عضوي سرې په ځانګړې توګه د پروتین او امینو اسید د تولید په برخه کې د خپلې پانګونې د چمتووالي خبر ورکړی او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې.

د کرنې وزیر په افغانستان کې د پانګونې په هکله د یادو سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا قدردانی کړی.

مولوي عطاء الله عمري ویلي؛ اسلامي امارت هېواد کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلی کوي او ورته اړینې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي، د یادو سوداګرو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه تخنیکي کمېټې ته لازمې لارښوونې کړې دي.