رویټرز خبري اژانس د بنګلهدېشي رسنیو له قوله خبر ورکړی، چې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د دې هېواد د لنډمهالي حکومت مشر ټاکل شوی.
دا پرېکړه تېره ورځ (سهشنبه، د زمري ۱۶مه) له ولسمشر محمد شهابالدین سره د لاریونکوونکو زدهکوونکو او نظامي ادارو د مشرانو تر لېدنې وروسته شوې ده.
محمد یونس له میلیونونه بېوزلو بنګالیانو سره د مرستې او همکارۍ له امله په ۲۰۰۶ کال کې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه ګټلې ده.
د راپورونو پر اساس د بنګلهدېش ولسمشر د یاد هېواد پارلمان منحل او نویو ټاکنو ته یې لاره پرانیستې ده.
بنګلهدېش کې د دولتي دندو د ونډې پر ضد لاریونونه، چې شاوخوا یوه میاشت یې دوام وکړ، ورځ تر بلې پسې پراخه شول؛ تر دې چې لومړۍ وزیره شیخ حسینه یې استعفا او له هېواده وتلو ته اړ ایسته.
یاد لاریونونه په وروستيو کې په خشونت او اخ و ډب واوښتل او ۳۰۰ کسان پکې ووژل شول.

