ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چارو ادارې لوی رییس د ننګرهار والي سره په یاد ولایت کې د شاهي ماڼۍ او نورو ملکيتونو د ساتنې او خونديتوب په موخه لیدنه کړې

د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند سره د دې ادارې اړوند شاهي ماڼۍ او نورو ملکيتونو د حفظ او مراقبت په موخه لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد ولايت دفتر رییس مولوي شاهد نوراني، د چارو ادارې د تفتيش رییس مولوي محمد صابر المعتصم بالله، د ښارواليو د انسجام علمياتي رییس قاري عبدالمتين، د چارو ادارې د پانګونې اسانتيا رییس انجينر احمد ضياء خالد او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی وو.

ملا محمد نعيم اخوند د شاهي ماڼۍ اهميت ته په پام سره، د غونډو او پروګرامونو په تر سره کېدو خبرې کړي او همدا راز يې د شاهي ماڼۍ ترڅنګ د چارو ادارې اړوند نورو ملکيتونو رغونې ته د پاملرنې ډاډ څرګند کړی.

نوموړي د چارو ادارې له لوی رییس څخه مننه کړې، چې دې ولايت ته يې د شاهي ماڼۍ او نورو ملکيتونو د ساتنې او خونديتوب په موخه سفر کړی.

دغه‌راز د ننګرهار والي د شاهي ماڼۍ په ساتنې، رغونې او ورڅخه د سالمې ګټې اخيستنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.