ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان بانک مسولینو د مالي خدمتونو د پراختیا او بانکی اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ناسته کړې

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان د بانکونو ټولنې له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ سوداګریز بانکونه د هېواد په اقتصادي رغونه او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مثبت رول لري.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګریزو بانکونو له همکارۍ مننه کوو، دوی په ستونزمونو شرایطو کې زمونږ ترڅنګ پاتې شول او زمونږ سره یې اوږه په اوږه د دغه دروند بار په سپکولو کې مرسته وکړه.

د ښاغلي خالد په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلي فتحې وروسته په سوداګریزو بانکونو کې د درنو هېوادوالو پر امانتونو یو شمېر محدودیتونه رامنځته شول، دا محدودیتونه په تدریجي ډول را کم کړل شول او ډېر ژر به په دې برخه کې لا زیات پرمختګ رامنځته شي.

صدیق الله خالد ویلي؛ د نغدي شتمنۍ وضعیت مخ په ښه کېدو دی او د بانکي سکتور کړنې د هرې ورځې په تېرېدو سره په مثبت لوري روانې دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال همداراز ویلي؛ په سوداګریزو بانکونو کې به د مشتریانو پر امانتونو محدودیتونه راکم شي او همداراز یې ټینګار کړی، چې په سوداګریزو بانکونو کې دې د مشتریانو لپاره د نویو حسابونو پرانیستلو کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي، د مشتریانو لپاره په تشویقي لارو چارو کار وشي، په شته بانکي فیسونو کې د کموالی رامنځته شي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته په هره برخه کې اړینې اسانتیاوې رامنځته شي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ ترویج ډېر مهم یاد کړی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتنه کړې، چې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي همدارنګه د صعب الحصول پورونو موضوع هم یاده کړې او د سوداګریزو بانکونو استازو ته یې د افغانستان بانک له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو ګډون درلود او د غونډې په لړ کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مسولینو سره شریک کړي دي.