د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د جوزجان له والي مولوي نورالدین عمیر سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې د جوزجان والي مولوي نورالدین عمیر د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوي نورالدین ویلي، د مجاهدینو او سیمه ییزو مسولینو د هاند او هڅو په پایله کې په یاد ولایت کې امنیت او هوساینه په بشپړه توګه ټینګه شوې او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
د جوزجان والي دې ته په اشارې چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت له لورې پراختیايي پروژې عملي کېږي زیاته کړې، په دې ولایت کې هم پراختیايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او خلک یې هرکلی کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان د سیمه ییزو مسولینو فعالیتونه او کړنې یې ستایلي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د تلپاتې ثبات ټینګښت، هېوادوالو ته د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي، چې په ټول توان سره پدې برخه کې هڅې کوي.
ښاغلي حنفي خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو د ټینګار ترڅنګ له سیمه ییزو مسولینو غوښتي، چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره او تل له ولسونو سره نېک چلند وکړي.

