د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او تر هغې وروسته دوحې ته ولاړ، ترڅو د شهید اسماعیل هنیه د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي، نن سهار له مل پلاوي سره بېرته هېواد ته را ستون شو.
مولوي عبدالکبیر تېره اوونۍ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی وو، چې بیا له هغه ځایه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازي په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپل دغه سفر په لړ کې له یوشمېر ایراني مقاماتو، په دوحه کې له مېشتو افغانانو او د امریکايي او اروپايي هېوادونو له دیپلوماتانو سره هم لیدنه کړې.

