ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی

د عالیقدر امیر المؤ منین حفظه الله د فرمان پر اساس د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د مالیې وزارت مسولینو نن د سې‌شنبې په ورځ (۱۶ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبرې ناستې پر مهال، د پمپ سټېشنونو د ثابتې او هوټلونو د انتفاعي مالیې په کچه کې د کمښت په اړه، خبر ورکړ. په دې ناسته کې د مالیې وزارت د رهبرۍ تر څنګ، د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو او هوټلونو د اتحادیو استازو هم ګډون کړی و. په پیل کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ملا عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې په اصولو کي اسانتیاوې رامنځته کړي، له خپل ولس سره په هره برخه کې اساني وکړي او کُلي پالېسي یې له ولس سره پر شفقت او مهربانۍ ولاړه ده. نوموړي زیاته کړې، چې وخت پر وخت د مالیې ورکوونکو ستونزو ته رسېدنه شوې او د مالیاتو د تخفیف برخه کې د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی. لکه: د اصنافو لپاره مخکینی معافیت، د یو نیم لک افغانیو څخه تر شل لکه افغانیو پورې لوړ شو او د مالیاتو اندازه یې له ۰.۵ څخه ۰.۳ سلنې ته را کمه شوه.

د ملا عبدالقاهر په وینا؛ د مالیې وزارت د وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د ثابتې او د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې برخه کې د پام وړ کمښت رامنځته شوی.

له دې وړاندې ټول هغه هوټلونه او سیار رسټورانټونه، چې ربعوار فروشات یې له ۷۵۰۰۰۰ افغانیو څخه کم وه، د ۲ سلنه او له دې زیاته اندازه یې د ۵ سلنه انتفاعي مالیې تابع وو، خو د نوي فرمان له مخې د یادو هوټلونو او رسټورانټونو د انتفاعي مالیې کچه ۲ سلنه ټاکل شوې ده.

دغه راز د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو له في لېتر څخه ۰.۶ افغانۍ ثابته مالیه اخیستل کېده، چې د نوي فرمان پر بنسټ دغه کچه ۰.۳ افغانیو ته راټیټه شوې ده. د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت، افغان ولس ته د اسانتیاوو او ښو خدمتونو وړاندې کولو غوښتونکی دی او تل هڅه کوي، چې په هره برخه کې هېوادوالو ته سهولتونه برابر کړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې د مالیاتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، مخکې د شرکتونو مالي جریمې معاف شوې او د اصنافو لپاره مخکینی معافیت د یو نیم لک افغانیو څخه تر شل لکه افغانیو پورې لوړ شو او د مالیاتو اندازه یې له ۰.۵ څخه ۰.۳ سلنې ته را کمه شوه. همدارنګه تېر کال کې د ښوونیز او تحصیلي سکتور د پیاوړتیا په موخه، د یوه کال لپاره د هغوی انتفاعی مالیه معاف شوه.

دغه راز د روغتیا سکټور انتفاعي مالیه له ۴ سلنې څخه ۳ سلنې ته را کمه شوه او نوي رامنځته شوي روغتیایي مرکزونه د یو کال لپاره د انتفاعي مالیې له ورکړې څخه معاف او په دویم کال د ۲ سلنه او له هغه وروسته د ۳ سلنه انتفاعي مالیې تابع ګرځول شوي وو.

د نوموړي په وینا؛ اوس‌مهال ولس ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د ګاز او تېلو پمپ سټېشنونو د في لېتر ثابته مالیه له ۰.۶ افغانیو څخه ۰.۳ افغانیو ته را ټیټه شوې او دغه راز د هوټلونو انتقاعي مالیه هم ۲ سلنه ټاکل شوې ده، چې دا د هوټلونو او پمپ سټېشنونو له مالکانو سره هم لوی مراعت دی.

دغه راز د پمپ سټېشنونو او هوټلونو د اتحادیو په استازیتوب هم دوه تنو ویناوې کړې او د ثابتې او انتقاعي مالیې د کمښت برخه کې یې د اسلامي امارت د دې اقدام ستاینه کړې.

دوی ویلي؛ اسلامي امارت تل په دې هڅه کې دی چې له ملت څخه فشار کم او هغوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.