د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې؛ صهیونیستي رژیم د نږدې ۹۰ ناپېژانده فلسطینیانو جسدونه، چې له څو میاشتو راهیسې یې له ځان سره ساتلي و، بېرته غزې ته لېږدولي. یاد کسان د صهیونیستي عسکرو له لوري نیول شوي وو.
له بل لوري د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې دا جسدونه غزه کې قبرونو او یو شمیر نورو ځایونو کې موندل شوي دي.
دا درېیم ځل دی، چې اسرائیلي یرغلګر د فلسطینیانو ناپېژانده جسدونه غزې ته را لیږدوي.
غزه کې د اسرائیلي رژیم زور زیاتي ورځ تر بلې زیاتېږي او بریدونه زور اخلي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۴۰ فلسطینیان شهیدان او ۷۱ نور ټپيان شوي دي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۹ زره او ۶۲۳ فلسطینیان شهیدان او ۹۱ زره او ۴۶۹ نور ټپیان شوي دي.

