ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰مه ناسته؛ د افغانستان په اړه د یاد سازمان په هڅو او نوښتونو خبرې شوي

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرټریت ۵۰مه ناسته، چې تېره ورځ په جده کې تر سره شوې د افغانستان د وضعیت په تړاو د دغه سازمان د هڅو او نوښتونو په اړه خبرې کړي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د دغه سازمان هڅې ستایلي او غوښتنه یې کړې، چې یاد سازمان دې له افغانستان سره په هره برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.    

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ تمه دا ده، چې د اسلامي هېوادونو سره د اړیکو په ټینګښت کې دغه سازمان د افغانستان اسلامي امارت سره نږدې کار او اړوندو ټولو برخو کې همکاري وکړي.

سیاسي شنونکي د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان یاده ناسته مهمه بللې او ویلي يي دي، په نړیوال سټیج د افغانستان په موضوعاتو بحث کول د ستونزو هواري ته لار پرانېزي.

د اسلامي همکاریو سازمان په دغه درې ورځنۍ غونډه کې د دغه سازمان غړو هېوادونو د هڅو د پیاوړي کولو د ټینګار ترڅنګ غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د پوځي تیري د سمدستي بندولو غوښتنه کړې، ترڅو بشري مرستو ته مناسب او دوامداره لاسرسی یقیني کړي.