ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیه په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد د نسل وژنې له دوسیې سره یو ځای کېږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یوې خبري‌ناستې پرمهال اعلان کړی، چې انقرې پرېکړه کړې، ترڅو د عدالت په نړیوال محکمه کې د اسرائیلو پر ضد د سویلي افریقا د نسل وژنې له دوسیې سره یو ځای شي.

ښاغلي فیدان ویلي، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له وروستۍ پرېکړې وروسته به په دې اړه نور حقوقي ګامونه پورته کړي.

ترکیې د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې اعلان کړی و؛ پرېکړه یې کړې چې د اسرائیلو پر ضد د سویلي افریقا له لوري د نسل وژنې په پیل شوې قضیه کې برخه واخلي.

د عدالت نړیوالې محکمې د جنوبي افریقا د نسل وژنې د دوسیې له ثبت وروسته اسرائیلو ته امر وکړ، چې د نسل وژنې له هر ډول عمل څخه دې ډډه وکړي؛ حال دا چې صهیونیستي رژیم غزه کې له هېڅ ډول بشري جنایت څخه مخ نه دی اړولی او د فلسطینیانو نسل وژنې ته یې دوام ورکړی دی.

سویلي افریقا تېره ډسمبر میاشت د اسرائیلو له لوري غزه کې د نسل وژنې په تړاو د عدالت په نړیواله محکمه کې قضیه ثبت کړه.

اسرائیلو په تېره اکتوبر میاشت کې پر غزه برید وکړ، چې تر ننه دوام لري او ورځ تر بلې یې شدت زیاتېږي. د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ په دې بریدونو کې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د سویلي افریقا قضیه استدلال کوي، چې صهیونیستي رژیم د ملګرو ملتونو د نسل وژنې د ۱۹۴۸ کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم جنوري میاشت کې ویلي و، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو عالي محکمې ته، چې د نړیوالې محکمې په نوم هم پېژندل کېږي، د قضیې لپاره اسناد چمتو کوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه ۱۳ هېوادونو د اسرائیلو پر ضد د نسل وژنې په یاده قضیه کې د ګډون اعلان کړی دی.