د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت د بېلا بېلو قطعاتو او جزوتامونو څخه ۱۵۳ تنه ځوان منسوبين د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، مخابرې، نقلیه وسایطو او انجینري تسهیلاتو له شپږ میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یاد وزارت زیاته کړې؛ مسولينو یادو فارغانو ته هر اړخيزه ويناوې کړي او ویلي يي دي، تاسو د اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست؛ ترلاسه کړې زده کړې مه هیروئ، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې نورې زده کړې هم ترلاسه کړئ.
ورته مهال فارغ منسوبینو ډاډ څرګند کړی، چې د خپل سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوي.

