د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ « دوشنبه، ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفر المظفر لومړۍ/ زمري ۱۵مه» د کابينې درېيمه غونډه وشوه.
د کابینې په درېيمه غونډه کې د آمو سيند څنډو پیاوړتیا په اړه د پرېکنده اقداماتو ترسره کولو پرېکړه شوې او د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د آمو سیند څنډو د پیاوړتیا په اړه پرېکنده اقدامات ترسره او د سيند غاړو د ویجاړي مخه ونيسي.
همدا راز په غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور تایید شوی، ځینې ادارې تشويق او ځينو ته سپارښتنې شوي، چې په دغه برخه کې له شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.
د کابينې په دې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راګرځولو په اړه هم یو پلاوی ټاکل شوی، ترڅو په دې اړه ښه څېړنه وکړي او وروستی راپور د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

