ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: په تېره میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲,۷ سلنه ټیټوالی راغلی دی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ ‌د روان۱۴۰۳ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲,۷ سلنه ټیټوالی راغلی دی، چې ۸,۵ سلنه د مېوو او ۸,۳ سلنه د سابو په بیو کې دی.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۱,۴ سلنه ټيټوالی ښکاري، چې ۳,۳ سلنه یې د جامو او ۲,۶ سلنه یې د کور سامان په بیو کې راغلی دی.

 د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، ‌د روان۱۴۰۳ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱,۹ سلنه ټیټوالی ښيي، چې د پړسوپ دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (سابه او مېوې) او غیرخوراکي توکو (جامې او کور سامان) د بیو د ټیټوالي له امله دی.

 همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۶,۰ سلنه ټيتوالي ښکاري.

 بل خوا د روان کال په چنګاښ میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځني ډول ۷۱٬۱ افغانۍ و، په داسې حال کې چې د تېر کال په غبرګولي میاشت کې یاد ارزښت ۷۱٬۲ افغانیو ته رسېده.

 که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۷,۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.