ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بنګله‌دیش لاریونونه؛ لومړۍ وزېرې یې استعفا کړې او له هېواده وتلې ده

بنګله‌دیش کې له سختو لاریونونو وروسته د دې هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا کړې او له هېواده وتلې ده.

بنګله‌دیشي رسنۍ وايي؛ لومړۍ وزیره وروسته له هغه له هېواده ووتله، کله چې غوصه‌ناکو لاریونوالو د نوموړې د دفتر لور ته مخه کړه.

د راپورونو پر اساس اغلې حسینه د هند اګرتالا ښار ته تللې ده.

ویل کېږي چې زرګونه لاریون کوونکي یې استوګنځي ته هم ننوتي او د وسایلو پر وړلو او خرابولو یې لګیا دي.

۷۶ کلنه شیخ حسینه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د بنګله‌دیش لومړۍ وزیره ده. نوموړې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې له جنجالي ټاکنو وروسته د څلورم ځل لپاره واک ترلاسه کړ.

ویل کېږي، چې د حکومت د چلولو لپاره موقت حکومت جوړېږي او د پوځ مشر یې د جوړولو لپاره له ګوندونو، سیاسي څېرو او مدني فعالانو سره په خبرو بوخت دی.

بنګله‌دیش کې د وروستیو لاریونونو له امله لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او یوازې پرون یکشنبه د ۱۴ پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۹۵ کسانو د تاوتریخجنو لاریونونو له امله ژوند بایللی.

د راپورونو له مخې په تېرو دوو اونیو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي هم دي.

دا لاریونونه په پیل کې د دندو د ونډې پر ضد وو، خو سره له دې چې د بنګله‌دیش سترې محکمې د دې ونډو ۹۰ سلنه لغوه کړې، بیا هم لاریونونه ونه درېدل او لمن یې لا پسې پراخه شوې ده؛ تر دې چې لاریونوال د لومړۍ وزیرې د استعفا غوښتونکي شول او بلاخره شیخ حسینه یې د حکومت پرېښودو ته اړ ایسته.