د کور او ښار جوړولو وزارت مسولینو، نن (دوشنبه، ۱۵ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یاد وزارت د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
په دې پروګرام کې د ښار جوړولو وزارت مسولینو وویل؛ د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو لپاره د ښاري پراختیا د ۵۷ پلانونو منظورېدل، په کابل کې د قطر استوګنیز ښارګوټي د اول فاز د چارو بشپړېدل، د درې زره او ۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه، له ۴۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه، د کډوالو ښارګوټو جوړولو لپاره د ځمکې ورکولو برخه کې د تدابیرو نیول او د کابل د نوي ښار د درېیم فاز د تفصیلي پلان منظورېدل؛ په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.
د وزارت مسولینو زیاته کړه، د کابل ښار په دار الامان ساحه کې د نیله باغ ښارګوټي د جوړولو چارو کې ۲۵ سلنه پرمختګ شوی، چې پاتې چارې به یې په ۳۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ښار جوړولو وزارت مسولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال پر مهال کندهار کې یو استوګنیز ښارګوټی ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، په هلمند ولایت کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو چارې دوام لري او په ننګرهار ولایت کې د ۲۰ زره کورنیو لپاره د مسکن سروې ترسره شوې ده.
د یاد وزارت مسولینو په وینا، کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو په موخه، په څلورو برخو چهار اسیاب او خاکجبار ولسوالیو، استالف او ارغندۍ کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو لپاره، ترانسپورت وزارت ته د ځمکې په انتقال، پلان، طرحې او ساختماني ډیزاین کار جریان لري.
یاد مسولین زیاتوي، د هېواد په کچه د ښاري سرغړونو درې زره او ۱۸۱ موارد تثبیت او پېژندل شوي او د مخنیوي په موخه یې عملي کار پیل شوی دی.
په نوي کابل ښار کې د جوړونې چارې دوام لري، د خصوصي سکتور او شرکتونو د فعالیت لپاره غوره زمینه برابره شوې او په دې ښار کې د معیاري طبي کمپلکس د جوړولو پر طرحې او ډیزاین هم کار روان دی.
د وزارت د مسولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۳ ښارګوټو لپاره د تفصیلي پلانونو منظورېدل، د نورستان، سرپل او کندوز ولایتونو لپاره، د سیمه ییزې پراختیا پلانونو چمتو کول، د ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره د ۳۱۵ ساحو کروکي تر سره کول، د هرات ښار د ۱۵ ناحیو او ۱۶۳ ساختاني نقشو لپاره د اصلاحي پلانونو ترتیب او ویزه کول، د ۲۴۹ مهندسي نقشو طرحه او ډیزان او د ۹۹ پروژو د تخمین تر سره کول؛ په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
د ښار جوړولو وزارت مسولینو د معلوماتو له مخې، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د ولسوالیو لپاره د تفصیلي پلانونو جوړول، په ۱۶ ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې کول، په ۱۰ ولایتونو کې د تفصیلي پلانونو عملي کول او د اووه زونونو او ۱۶ ولایتونو لپاره د تفصیلي پلانونو چمتو کول، په کابل او ولایتونو کې د استوګنیزو ساحو لپاره تفصیلي پلانونو جوړول، د ملي جامع پلان د مسودې تدوین، د شپږو ولایتونو د مرکزونو لپاره د اصلاحي پلانونو چمتو کول او د پروان او فاریاب ولایتونو په مرکزونو کې د اصلاحي پلانونو پلي کېدل؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

