د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي؛ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د افغانستان لپاره د اروپایي او له شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو او دیپلوماټانو سره لیدنه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو سفیرانو او دیپلوماټانو ګډون درلود، چې د افغانستان او اړوند هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي فطرت ویلي؛ مولوي عبدالکبیر د ذکر شویو هېوادونو سفیرانو سره په ناسته کې د افغانستان د شته پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات ورکړي او له ټولو سفیرانو او دیپلوماټانو څخه یې غوښتنه کړې، چې افغانستان ته سفر وکړي او وضعیت له نږدې وڅاري.
سیاسي مرستیال له ټولو سفیرانو او دیپلوماټانو څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان کې خپلې سیاسي استازولۍ بیا فعالې او د افغانستان اړوند چارې له پلازمینې کابل څخه اداره کړي.

