ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بنګله‌دیش کې د تاوتریخجنو لاریونونو دوام؛ د ۱۴ پولیسو په شمول ۹۵ کسان وژل شوي

د بنګله‌دیش دولت د مخالفینو په لاریونونو کې پرون (یکشنبه، د زمري ۱۴مه) د ۱۴ پولیسو په شمول لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي.

یاد لاریونوال د د دې هېواد د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

د بنګله‌دیش په بېلابېلو سیمو کې پولیسو د لاریونونو د خپرولو په موخه له اوښکې بهوونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو ګټه اخیستې او حکومت په ټول هېواد کې تر نامعلومې مودې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

دا لاریونونه چې د محصلینو له لوري رهبري کېږي “د مدني نافرمانۍ د پراخ کمپاین” اعلان یې کړی او ویلي یې دي، چې د مالیې او اوبو او برېښنا د بیلونو په نه ورکولو سربېره به له حکومت سره په هره برخه کې مخالفت وکړي.

د راپورونو پر اساس د بنګله‌دیش په پلازمېنه ډاکه کې د ګرځنده ټلیفون انټرنیټ ته لاسرسی بند شوی.

بنګله‌دیش کې د وروستۍ یوې میاشتې لاریونونو له امله څه باندې ۲۷۰ کسان وژل شوي.

رسنۍ وايي، چې د شیخ حسینې د حزب ‘عوامي لیګ’ پلویان هم د نوموړې په ملاتړ سړکونو ته راوتلي او له لاریونوالو سره یې نښتې کړې دي.

دا لاریونونه په پیل کې د دندو د ونډې پر ضد وو، خو سره له دې چې د بنګله‌دیش سترې محکمې د دې ونډو ۹۰ سلنه لغوه کړې، بیا هم لاریونونه نه دي درېدلي او لمن یې لا پسې پراخه شوې ده.